هدر بار، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیاله، وایي چې ځینې هېوادونه له طالبانو سره خپلې اړیکې د پناه غوښتونکو د ایستلو د بهیر د اسانه کولو لپاره لومړیتوب ګڼي، او په پایله کې یې د دې ډلې له لوري د ښځو د حقونو د سرغړونو اړوند قضیو تعقیب یا درولی او یا یې هم څنډې ته کړی دی. هغې د دوشنبې په ورځ جون ۲۲مه ویلي چې جرمني، آسټرالیا، کاناډا او هالنډ، چې دوه کاله مخکې یې په ګډه ژمنه کړې وه څو د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون د سرغړونې قضیه په نړیوالې عدلي محکمې کې وړاندې کړي، اوس دغه بهیر یا درولی او یا یې کمزوری کړی دی.



