زموږ په اړه

«د دریا غږ» رسنۍ له هغو رسنیزو تولیداتو څخه ده چې د افغانستان د وضعیت په اړه د دقیقو، شفافو او څوژبنیو معلوماتو د وړاندې کولو په موخه د کورنیو او نړیوالو مخاطبینو لپاره رامنځته شوې ده.

زموږ خبري ویب‌پاڼه په څلورو ژبو – پښتو، دري، عربي او انګلیسي – فعالیت کوي، تر څو خبري او تحلیلي محتوا د مختلفو مخاطبینو لپاره په پراخ، هر اړخیز او لاسرسي بڼه وړاندې کړي. موږ باور لرو چې یو خپلواک او څوژبنی رسنیز بنسټ کولای شي د افغانستان او نړۍ ترمنځ یو اغېزناک ارتباطي پل وي.

زموږ هدف دا دی چې خلکو ته پوهاوی ورکړو، دوه‌اړخیز درک رامنځته کړو او د افغانستان واقعیتونه له یوه بې‌طرفه او مسلکي لیدلوري انعکاس کړو.

“د دریا غږ“ خپرونې د ټولنیزو رسنیو، خبري ویب‌پاڼې، او انټرنټ له لارې د مخاطبانو لپاره په لاسرسي کې دي. همداراز، زموږ په راتلونکو پلانونو کې دا هم شامل دي،چې خپرونې مو د ماهوارې (سټلایټ) له لارې هم خپرې کړو، تر څو په ټوله نړۍ کې لا پراخه پوښښ ولرو.

“د دریا غږ“ ټول تولیدات د یو ژمن، خپلواک او مسلکي ټیم د هڅو پایله ده او د دې رسنۍ مالي سرچینې له قانوني عوایدو برابرېږي، چې دا عواید د رسنیزو فعالیتونو، اعلانونو، د محتوا تولید او اړوندو خدماتو له لارې ترلاسه کېږي.