سه شنبه, جون 23, 2026
سه شنبه, جون 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مهرانګ بلوچ ته د عمري بند سزا؛ د ترهګرۍ ضد محکمې پرېکړه

د کویټې د ترهګرۍ ضد محکمې د «مهرانګ بلوچ» د بشري حقونو فعاله او د بلوڅ یووالي کمېټې (BYC) د یو مشر «سبغت‌الله شاه» د جولای ۲۰۲۴ د ګوادر د اعتراضونو په تړاو، د «تاوتریخوالي ته د هڅونې» په تور د عمري بند سزا اورولې ده. د کیفرخواست له مخې، د «بلوچ راجي موچي» په نوم د اعتراض پر مهال د ګوادر په بندر کې د سرحدي ځواکونو او معترضینو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه، چې په پایله کې یو سرتېری وژل شوی او ۱۶ کسان ټپیان شوي دي. خو تورن کسان او د هغوی ملاتړي دغه تورونه ردوي او دا قضیه د سیاسي انګېزو او د مدني اعتراضونو د ځپلو برخه بولي. د بلوڅ یووالي کمېټې دا پرېکړه «بي انصافي» بللې او ځینو بشري حقونو سازمانونو هم له دې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی دی. مهرانګ بلوچ، چې مخکې د نړۍ د اغېزمنو څېرو په نوملړ کې هم شامله شوې وه، د بلوچستان د مدني خوځښتونو له مهمو څېرو څخه ګڼل کېږي.

- Advertisment -spot_img