د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د سرطان په لومړۍ نېټه، اعلان کړی چې د طالبانو د حکومت د پنځه کسیز پلاوي لپاره یې د کډوالۍ په اړه د اروپايي ټولنې په یوه غونډه کې د ګډون په موخه ویزه صادره کړې ده. د سرچینو په وینا، دا پلاوی پنځه غړي لري او مشري یې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوي. دا پلاوی به نن د جون په ۲۳مه له ترکیې څخه د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته روان شي. د طالبانو د حکومت سرچینو بيبيسي ته ویلي چې دا له ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې واک ته د بیا ستنېدو وروسته اروپايي ټولنې ته د طالبانو د استازو لومړنی رسمي سفر دی. رویټرز خبري اژانس د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله راپور ورکړی چې صادرې شوې ویزې جغرافیایي او وختي محدودیت لري او یوازې د بلجیم د خاورې لپاره او د یوې ورځې لپاره اعتبار لري. تر اوسه پورې د طالبانو حکومت د دې سفر او په بروکسل کې د خپل پلاوي د ګډون په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.



