- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کاناډا او قطر د افغانانو لپاره د قونسلي خدماتو هوکړه لاسلیک کړه

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند اعلان کړی چې هېواد یې له قطر سره داسې هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې به یې په افغانستان کې مېشت کاناډايي وګړي د قونسلي ستونزو پر مهال د قطر له مرستو او خدماتو برخمن شي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په ۲۴مه په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، دغه هوکړه د کاناډا او قطر ترمنځ د ستراتیژیکو خبرو اترو په لومړۍ غونډه کې د انیتا انند او د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي له خوا لاسلیک شوې ده.

د «محافظتي ځواک د ترتیباتو» په نوم دغه هوکړه د هغو پېچلو قونسلي قضیو په اړه ده چې په افغانستان کې له کاناډايي وګړو سره تړاو لري. د دې هوکړې له مخې، قطر به په افغانستان کې د کاناډا د ګټو او د خپلو اتباعو د قونسلي مرستو په برخه کې د کاناډا ملاتړ وکړي.

کاناډا په کابل کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، وروسته له هغه چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، خپل سفارت تړلی دی او په افغانستان کې مستقیم ډیپلوماتیک حضور نه لري. له همدې امله، د قطر رول د هغو کاناډايي وګړو لپاره مهم بلل کېږي چې په افغانستان کې له قونسلي یا بیړنیو ستونزو سره مخ کېږي.

انیتا انند د قطر د سیمه‌ییز منځګړیتوب او ډیپلوماتیکو هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه د سیمه‌ییزې سولې او ثبات لپاره د خپلو همکاریو پراخولو ته ژمن دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې همدارنګه له قطر سره د بهرنۍ پانګونې د هڅونې او ساتنې تړون لاسلیک کېدل اعلان کړي دي. د کاناډا د حکومت په وینا، دغه تړون به د نافذېدو وروسته کاناډايي پانګه‌والو ته د قطر په بازار کې د پانګونې لپاره لا ډېر ډاډ او روښانه حقوقي چوکاټ برابر کړي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د قطر اقتصاد له ۳۰۰ میلیارده ډالرو زیات ارزښت لري او دغه تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.
د کاناډا او قطر ترمنځ د توکو دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۵ کال کې ۳۵۵.۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلې وه. د کاناډا حکومت تمه لري چې نوې هوکړې به د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې پیاوړې او د پانګونې فرصتونه زیات کړي.

قطر له دې وړاندې هم د افغانستان په تړاو په سیمه‌ییزو ډیپلوماتیکو هڅو او منځګړیتوب کې رول لوبولی دی. د کاناډا او قطر نوې قونسلي هوکړه په داسې حال کې لاسلیک شوې چې کاناډا په افغانستان کې مستقیم سفارتي حضور نه لري او د خپلو اتباعو د ملاتړ لپاره له ډیپلوماتیکو شریکانو سره همکاري کوي.

- Advertisment -spot_img