د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادېفول ویلي، هېواد یې د طالبانو حکومت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني او له دې ډلې سره یې اړیکې یوازې په محدودو قونسلي او تخنیکي موضوعاتو پورې تړلې دي.
نوموړي د نومبر په ۲۴مه په برلین کې د بهرني سیاست په یوه غونډه کې ویلي، طالبان د یوه مشروع سیاسي بهیر له لارې واک ته نه دي رسېدلي او له همدې امله جرمني د هغوی حکومت په رسمیت نه پېژني.
وادېفول زیاته کړې چې د جرمني حکومت د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو ملاتړ ته دوام ورکوي، خو د طالبانو د حکومت په اړه یې رسمي سیاسي دریځ نه دی بدل شوی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې برلین له طالبانو سره د قونسلي خدمتونو، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او ځینو اړینو موضوعاتو په اړه محدود تماسونه ساتي.
جرمني د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه خپل ډېری ډیپلوماتیک فعالیتونه وځنډول او تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)