- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نتانیاهو: سیاسي مخالفان د اسرائیل امنیتي ګواښونه کم‌اهمیته ګڼي

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو خپل سیاسي مخالفان تورن کړي، چې د سیاسي ملاحظاتو له مخې د دغه هېواد امنیتي ګواښونه کم‌اهمیته ګڼي، او یو ځل بیا یې د ملي وحدت حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

نتانیاهو د دوشنبې په ورځ د اسرائیلو پارلمان (کنست) کې د لیکود ګوند د اونیزې غونډې په درشل کې وویل، د اسرائیلو د بقا او د شاوخوا لویو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا په ملي یووالي پورې تړلې ده.

هغه زیاته کړه، هغه کسان چې امنیتي ګواښونه کم‌اهمیته ګڼي، دا کار د سیاسي موخو لپاره کوي.

نتانیاهو همداراز ټینګار وکړ، چې په راتلونکي ملي وحدت حکومت کې باید مذهبي افراطي ګوندونه هم شامل وي او د حکومت جوړولو لپاره ټولې خواوې باید د اختلافاتو په حل کې انعطاف وښيي.

د نوموړي څرګندونې وروسته له هغې شوې، چې د هغه سیاسي سیال ګادي آیزنکوت ویلي وو، ایران په اوس وخت کې داسې فوري ګواښ نه دی چې د نوي حکومت له جوړېدو مخکې پوځي اقدام ته اړتیا ولري.

آیزنکوت، چې د اسرائیلو د پوځ پخوانی لوی درستیز دی، ویلي د ایران تر ټولو جدي ګواښ د غني شوي یورانیمو زېرمه ده او باید د دې موضوع د حل لپاره هڅې وشي.

د نتانیاهو او آیزنکوت ترمنځ دا اختلاف په داسې حال کې رامنځته شوی، چې په اسرائیلو کې د نوي حکومت د جوړېدو لپاره د سیاسي ګوندونو خبرې روانې دي او د ملي وحدت حکومت پر جوړېدو بحثونه زیات شوي دي.

- Advertisment -spot_img