- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: د ایران پر ضد د جګړې بودیجه د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ تر پایه تأمینه شوې ده

واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ایران پر ضد د روانې جګړې لپاره د امریکا بودیجه د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ میاشتې تر پایه برابره شوې ده او هیله لري چې د کانګرس ډیموکرات غړي د جګړې د درولو هڅه ونه کړي.

ټرمپ دا څرګندونې له نیویارک پوسټ ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي. هغه ویلي، که ډیموکراتان په کانګرس کې د جګړې د بندولو لپاره اقدام وکړي، هغه څه چې د ده په وینا یوه «بشپړه بریا» ده، ښايي په «ماتې» بدله کړي.

د امریکا ولسمشر منلې چې د جنورۍ له میاشتې وروسته، کله چې ډیموکراتان د کانګرس کنټرول ترلاسه کړي، د هغه پوځي واکونه ښايي له محدودیتونو سره مخ شي. نوموړي ویلي، هیله لري چې سیاسي مخالفان یې د جګړې د وختي پای ته رسولو هڅه ونه کړي.

ټرمپ د ایران د پوځي وړتیاوو په اړه ادعا کړې چې د دغه هېواد سمندري ځواک، هوايي ځواک، د هوايي دفاع سیستمونه او مشرتابه سخت زیانمن شوي دي. هغه د ډیموکراتانو احتمالي اقدام ته په اشارې ویلي، هغوی به د امریکا یوه ګټل شوې جګړه په ماتې بدله کړي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ هر وخت چې وغواړو، دا جګړه پای ته رسولای شو.»

د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د سنا مجلس تېره اوونۍ هغه طرحه رد کړه چې غوښتل یې د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو د دوام لپاره د ولسمشر واکونه محدود کړي.

یادې طرحې به ټرمپ اړ کړی وای چې یا له ایران سره جګړه پای ته ورسوي او یا د عملیاتو د دوام لپاره د کانګرس اجازه ترلاسه کړي. د ګارډین د راپور له مخې، په سنا کې دغه طرحه د ۴۸ موافقو او ۵۱ مخالفو رایو په پایله کې رد شوه.

ټرمپ همداراز ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د امریکا پرېکړه د واشنګټن په لاس کې ده، خو د هغه څرګندونې ښيي چې د جګړې د دوام او پای ته رسولو موضوع د امریکا په کورني سیاست کې هم د اختلاف مهم ټکی ګرځېدلی دی.

د امریکا د پوځي واکونو، د کانګرس د راتلونکې پرېکړې او د ایران پر وړاندې د واشنګټن د ستراتیژۍ په اړه بحثونه په داسې وخت کې زیات شوي چې د جګړې راتلونکی او د امریکا او اسرائیلو ترمنځ د اهدافو احتمالي توپیرونه لا هم د سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت پر راتلونکي اغېز کولای شي.

- Advertisment -spot_img