د فرانسې ولسمشر، امانویل مکرون، د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې له اعلان وروسته ټینګار کړی چې د ایران د بډایه شوي یورانیم زېرمې باید بېاغېزې کړل شي او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې تر بشپړې څارنې لاندې وساتل شي. مکرون ویلي، دغه حساس مواد باید «یا له ایرانه وایستل شي او یا هم رقیق کړل شي» او وروسته د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې تر بشپړ نظارت لاندې ځای پر ځای شي. په ورته وخت کې، سياېناېن د امریکايي استخباراتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ایران د اصفهان د اټومي تاسیساتو ځینې تونلونه ویجاړ کړي او د هغو د ننوتلو لارې یې ماینخښ کړې دي، څو د لوړ غنا لرونکي یورانیمو احتمالي زېرمو ته لاسرسی لا ستونزمن شي. ایراني چارواکو هم ویلي چې د اټومي پروګرام او د یورانیمو د زېرمو په اړه خبرې اترې به د جګړې د پای ته رسېدو د هوکړهلیک له لاسلیک وروسته د خبرو اترو دویم پړاو ته وځنډول شي.



