د ازبيکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزارت مرستیال ويلي،چې د دغه هېواد د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزیر او لوړپوړی پلاوی به په مې میاشت کې کابل ته سفر وکړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي،چې د یاد وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد په تاشکند کې د ازبيکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدلي.
خبرپاڼه کاږي، په دغه لیدنه کې زاهد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې او څرګنده کړې يې ده،چې افغانستان او ازبيېکستان د ښه ګاونډیتوب ترڅنګ نږدې اقتصادي اړیکې لري.
هغه زیاته کړې، دواړه هېوادونه باید په ګډو ټاکل شويو اقتصادي موضوعاتو اغېزناک کار وکړي.
د سرچینې پر حواله، زاهد د ازبيکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره په دغه هېواد کې د افغان مېشتو سوداګرو د شته ستونزو د حل په اړه هم خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ازبيکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزارت مرستیال له افغانستان سره د اقتصادي همکارۍ د لا پراختیا ژمنه کړې او ويلي دي، چې په نږدې راتلونکي کې به د ګډ سوداګریز مرکز پر کار پیل وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د مې په میاشت کې به د ازبيکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزیر او لوړپوړی پلاوی کابل ته سفر وکړي څو د ګډو اقتصادي موضوعاتو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ بحثونه ترسره شي.
د یادونې ده، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو لا پیاوړتیا په موخه د روانې غويي میاشتې په ۷مه ازبيکستان ته سفر کړی و.



