د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې روانه اوونۍ د پاکستان له بندخونو ۸۹ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د ګډوالو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۸۹ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې یاد شمېر افغانانو په پاکستان کې د بند مختلفې مودې تېرې کړې دي او له ازادېدو وروسته د تورخم فرضي کرښې له لارې هېواد ته راستانه شوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لیکلي چې خوشي شوي کسان د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست د لېږد امریت کې ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)