په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي، په دغه ولایت کې د ښځو کوچني او منځني کاروبارونه زیات شوي او په تېر یوه کال کې نږدې ۴۰۰ ښځو او نجونو د سوداګریزو فعالیتونو جوازونه ترلاسه کړي دي.
د یادې خونې د شمېرو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې څه باندې ۱۷۰۰ ښځو او نجونو په هرات کې د کاروبار جوازونه اخیستي دي.
په هرات کې یو شمېر ښځینه سوداګرې له حکومت او اړوندو ادارو د خپلو کاروبارونو د پراختیا لپاره د لومړنۍ پانګې، خامو موادو او ملاتړ غوښتنه کوي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)