د طالبانو تر ولکې لاندې پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسئولینو ويلي چې د دغه ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ پر ۵۴ اړمنو کورنیو ته د چرګانو کوچني فارمونه جوړ شول.
د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي لعل محمد ګوهر ویلي، چې دغه فارمونه پر هغو کورنیو ووېشل شول، چې د چرګانو د روزنې په شپږمیاشتني پروګرام کې یې ګډون کړی و.
د نوموړي په وینا، هرې کورنۍ ته ۲۷ چرګې، درې چرګان، ۵۰ کیلوګرامه د چرګانو خوراکي توکي، لوښي او جالۍ ورکړل شوې دي.
د سیمې اوسېدونکو د دغه ډول پروګرامونو پلي کول د اړمنو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او د خوړو خوندیتوب لپاره ګټور بللي دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)