- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال د لوړ پوړي اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کوي

د افغانستان په چارو کې د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د روسیې لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک به د یو لوړ پوړي اقتصادي پلاوي په مشرۍ ډېر ژر کابل ته سفر وکړي او له طالب چارواکو سره به جلا لیدنې ولري.

ښاغلي کابلوف د ټولیز امنیت تړون سازمان غونډه کې ویلي، د دې سفر موخه د مسکو او کابل ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا ده.

کابلوف د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالي ته په اشارې ویلي، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تېر کال همدې مودې په پرتله دوه برابره زیاته شوې ده.
تر اوسه د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال د سفر کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.

- Advertisment -spot_img