په هرمز تنګي کې له چاودنې او اورلګېدنې وروسته د ایران سپاهپاسداران ویلي چې هلته د خامو تېلو یوه لېږدوونکې بېړۍ د غیرقانوني تېرېدنې پرمهال له سمندري ماین سره لګېدلې ده.
د سپاهپاسداران سمندري ځواکونو ویلي چې یادې بېړۍ دوه میلیون بېرله خام تېل لېږدول او د ایران له لوري د ناقانونه بلل شوې لارې د تېرېدو پرمهال له سمندري ماین سره لګېدلې ده.
په راپور کې راغلي چې بېړۍ خپل راداري او موقعیتموندونکي سیسټمونه بند کړي وو او غوښتل یې د امریکا د پوځ په ملاتړ له تنګي تېر شي.
د راپورونو له مخې چې بلخوا د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز او د کپلر او ویندوارد سمندري څارونکو شرکتونو راپور ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې د هرمز تنګي او شاوخوا سیمو کې لږ تر لږه ۱۲ سوداګریزې بېړۍ تر بریدونو لاندې راغلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم په هرمز تنګي کې وضعیت ترینګلی دی او د امریکا او ایران له لوري سوداګریزې بېړۍ تر بریدونو لاندې راځي.
ایراني چارواکو هم ټینګار کړی چې دوی به خپل بریدونه دوامدار ساتي او امریکا هم د خپلې سمندري کلابندۍ پر دوام ټینګار کړی دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)