د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او چټک توپاچوونکی شاپور ځدران د ناروغۍ له امله تېره شپه په هند کې وفات شو. ویل کېږي چې شاپور ځدران څو میاشتې مخکې د وینې په سرطان اخته شوی و او د درملنې لپاره د هند په یوه روغتون کې بستر و، چې د ناروغۍ د سختېدو له امله یې ساه ورکړه. تر اوسه د هغه د مړي افغانستان ته د لېږدولو د وخت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. شاپور ځدران د افغانستان د کرکټ له نومیالیو لوبغاړو څخه و، چې د ملي لوبډلې لپاره یې په نړیوالو سیالیو کې لوبې کړې وې او د هېواد د کرکټ په تاریخ کې یې مهمه ونډه لرله.



