د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، پر دغه هېواد د وروستیو بریدونو په غبرګون کې، امریکا ته خبرداری ورکړی چې «که غواړي خوندي پاتې شي، له سیمې دې ووځي.» هغه د سېشنبې په ورځ په اېکس پاڼه کې لیکلي چې امریکا، سره له دې چې د ده په وینا په جګړهییز ډګر کې له ماتې سره مخ شوې، لا هم د ایران د ارادې د ازمېښت هڅه کوي. عراقچي ټینګار کړی چې د ایران وسلهوال ځواکونه به د دغه هېواد پر وړاندې هېڅ ډول برید، تېری یا ګواښ بېځوابه پرېنږدي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز خبرداری ورکړی چې تهران به د هر ډول دښمنانه اقدام پر وړاندې قاطع او متناسب غبرګون وښيي.



