سرچینې وایي چې پاکستان د افغانستان په ختیځ او جنوبختیځ کې په ځینو سیمو هوايي بریدونه ترسره کړي دي. د دغو سرچینو په وینا، دا بریدونه د سهشنبې په شپه، د غبرګولی په ۱۹مه، د خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو په بېلابېلو برخو کې شوي دي. په همدې حال کې، د پاکستان «ستراتیژیک مرکز» ویلي چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې پر دوو کمپونو او د «ترهګریزو زېرمو» هوايي دقیق بریدونه ترسره کړي دي.



