د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمشنرۍ «یو این ایچ سي ار» خبرداری ورکړی،چې د افغانستان مخ په زیاتېدونکی بشري ناورین به له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو په جبري ستنونې سره نور هم پراخ شي.
یو این ایچ سي ار په یوه اعلامیه کې چې د اپریل په ۲۹ ناوخته یې خپره کړې ویلي سلګونه زره افغانان په زوره د خطر په لور استول کېږي.
دې ادارې ویلي، د روانې اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته لږ ترلږه دو لکه او ۵۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۹۶ زره کسان په جبري ډول ایستل شوي دي.
یو این ایچ سي ار؛ د ښځو او نجونو د برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې له زیاتېدونکي ظلم سره مخ دي.
په اعلامیه د بابر بلوچ په حواله راغلي، دوی د کار موندنې، زده کړو او تګ راتګ د آزادۍ په برخو کې مخ په زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ دي.
یو این ایچ سي ار ویلي چې د ښځو او نجونو سربېره په جبري ډول ستانه کړل شوي، د بشري حقونو فعالان، خبریالان، قومي او مذهبي لږه کي هم د هغه کسانو په ډله کې دي،چې په افغانستان کې له سختو خطرونو سره مخ دي.
يادې ادارې د بابر بلوچ په حواله دا هم ویلي، په پراخه کچه د افغانانو ستنېدنې پر شته بشرپاله مرستو یو اضافي فشار راوړی هغه چې لا له وړاندې په افغانستان کې د میليونونو کسانو اړتیاوو ته يې د ځواب لپاره بسنه نه کوله.
یو شمېر ستانه کړل شوي کډوال هم په افغانستان کې د سرپناه او کار د نه موجودیت له امله شکایت کوي.



