يو ايراني چارواکي الجزيرې ته ويلي، هېڅ داسې هوکړه چې له امريکايي مذاکره کوونکي پلاوي سره ترسره کېږي، نهايي نه شي بلل کېدای؛ ځکه د نوموړي په وينا، دغه پلاوی ثابت مسلکي او اخلاقي چوکاټ نه لري او په پرلهپسې ډول خپلې غوښتنې او دريځونه بدلوي. دغه ايراني چارواکي زياته کړې، د واشنګټن د دريځونو او غوښتنو دوامدار بدلون د اوربند د خبرو اترو بهير له جدي ننګونو سره مخ کړی او د يوې تلپاتې هوکړې ترلاسه کول يې ستونزمن کړي دي.



