د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون پرېکړه کړې،چې د راه فردا ټلوېزیون فعالیتونه دې د رامنځته شويو خپلمنځي ستونزو له امله د محکمې تر پرېکړې وځنډول شي.
په دې اړه د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن اعلامیه خپره کړې، چې د راه فردا ټلوېزیون د خبریالانو او کارکوونکو پرله پسې شکایتونو،چې ګواکې د یاد ټلوېزيون د ادارې له خوا يې د څو کلونو معاشونه او امتیازات نه دي ورکړل شوي وڅېړل شول.
اعلامیه کاږي، د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون له خوا د ستونزو د حل په موخه څو ځلې د یاد ټلوېزيون مسئولين ورغوښتل شوي او د کارکوونکو د معاشاتو او امتيازاتو د ستونزو د حل سپارښتنې ورته شوې،خو تر اوسه د دوی له خوا یادې موضوع ته رسېدنه نه ده شوې.
سرچینه زیاتوي، له دې امله،چې د دغه ټلوېزیون له کارکوونکو سره ځینې وختونه ګواښوونکی چلند هم شوی، ياد کمېسیون پرېکړه کړې،چې د جانبينو موضوع به د حل په موخه محکمې ته وړاندې کړي او د رسنیزو اصولو او قوانینو له مخې د محکمې تر پرېکړې پورې دې د راه فردا ټلوېزیون فعالیتونه وځنډېږي.
راه فردا ټلوېزیون خصوصي ټلوېزیون دی،چې په ۱۳۸۶ زيږديز کال کې یې په خپرونو پیل وکړ.



