د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د همکاریو د پراخولو لپاره د لېواتیا ښودلو خبره کړې ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا موضوع د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان په چارو کې عمومي مشر انند پرکاش په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنه کې مطرح کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، دواړو لورو د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او زیربنایي پروژو په اړه خبرې کړي او انند پرکاش ویلي چې هند غواړي له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخې کړي او په ټکو یې غواړي په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د زیربنایي پروژو په برخه کې فعال رول ولوبوي.
دا لیده کاته په داسې حال کې کېږي چې د هند او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې شپږ ورځې وړاندې د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې په یوه خونړي برید کې د ۲۶ کسانو وژل او تر ۲۰ ډېر نورو ټپي کېدو وروسته، هند پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ او د سند د اوبو تړون ځنډولو او پر پاکستان یې د بندیزونو لګولواقدام وکړ.
پاکستان هم د دغو اقداماتو په غبرګون کې د هندي الوتنو پر مخ خپل هوايي حریم وتاړه او د واګه بندر چې د افغانستان او هند تر منځ یوه مهمه سوداګریزه لار ده، هم بند کړ.
د دغو دواړو هېوادونو دغو متقابلو اقداماتو سربېره پر دې چې د هند او پاکستان پر اړیکو یې سیوری غوړولی، د افغانستان صادرات یې هم زیانمن کړي دي.
وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ م کال په اګست میاشت کې طالبان پر افغانستان واکمن شول، هند په کابل کې خپل سفارت وتاړه، خو له ۲۰۲۲ کال راهیسې د هند یو تخنیکي پلاوی په کابل کې د دغه هېواد په سفارت کې شته،چې د دغه هېواد د بشري مرستو په برخه کې د هڅو همغږي کوي.
هند د ۲۰۲۴ م کال په نومبر میاشت کې په ممبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ چارې طالبانو ته وسپارلې.
د طالبانو حکومت تر اوسه هېڅ هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی، خو ځینو هیوادونو د طالبانو ډیپلوماتان منلي او خپل استازي یې افغانستان ته استولي دي.



