یکشنبه, مې 3, 2026
یکشنبه, مې 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ریچارډ لینډسي: افغان خبریالان په سختو شرایطو کې کار کوي

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لینډسي ويلي، چې د دغه هېواد خبریالان په سختو شرایطو کې خپل کار ته دوام ورکوي. لینډسي نن یکشنبې د غويي پر ۱۳مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د رسنیو ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د بیان ازادۍ پر ارزښت ټينګار کوي. نوموړي لیکلي: «تېره اوونۍ مې له افغان خبریالانو سره ولیدل چې په سختو شرایطو کې خپل کار ته دوام ورکوي، د افغانانو ګټې او اندېښنې رسنیزې کوي او هغوی چې ډېره اړتیا لري، غږ وربښي.» د برېتانیا ځانګړی استازی تېره اوونۍ کابل ته تللی و او هلته یې له طالب چارواکو سره لیدنې وکړې. نوموړي پر خبریالانو د طالبانو د فشارونو او سانسور په اړه څه نه دي ویلي. د افغانستان د خبریالانو مرکز ويلي چې په تېر یوه کال کې یې د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړاوي ۱۵۰ مورده ثبت کړي دي.

    - Advertisment -spot_img