جمعه, اپریل 24, 2026
جمعه, اپریل 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د اوربند موده وغځېده

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب، د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د اوربند موده د درېیو نورو اوونیو لپاره وغځېده. دا پرېکړه د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د دواړو هېوادونو د سفیرانو ترمنځ له یوې لوړپوړې غونډې وروسته اعلان شوه. ولسمشر ټرمپ د اوربند په دې موده کې د لبنان او اسرائیلو د مشرانو ترمنځ د مخامخ لیدنې هیله څرګنده کړه او د سولې د هوکړې د لاسلیک کېدو امکان یې “لوی” وباله. هغه له لبنان سره د حزب‌الله د ګواښ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه. د لبنان سفیرې د اوربند د غځېدو هرکلی وکړ او د راتلونکو مذاکراتو لپاره یې د اسرائیلي ځواکونو وتل او د سرحدونو ټاکل خپله لومړیتوب یاد کړ. له بلې خوا اسرائیلي سفیر ټینګار وکړ چې د خبرو اترو اصلي محور باید د حزب‌الله ځپل وي. سره له دې چې اوربند نافذ دی، خو په جنوبي لبنان کې د دواړو لورو ترمنځ نښتې روانې دي. پرون پنجشنبې بریدونو کې د یوې خبریالې په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شول، چې دا د اوربند له پیل راهیسې تر ټولو خونړۍ ورځ وه. حزب‌الله د اوربند د دوام غوښتنه کړې، خو د اسرائیلو سره یې په مستقیمو خبرو اعتراض کړی او له لبناني چارواکو یې غوښتي چې هر ډول اړیکې دې پرې کړي. دا په داسې حال کې ده چې دا مهال اسرائیلي ځواکونه د لبنان په جنوب کې د ۵ تر ۱۰ کیلومترو پورې سیمه نیولې ده.

- Advertisment -spot_img