د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ایراني سیال مسعود پزشکیان سره د منځني ختیځ د وروستیو تحولاتو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې پر روان وضعیت او د منځني ختیځ پر زیاتېدونکو ترینګلتیاوو بحث کړی دی. د خبرپاڼې له مخې، مسعود پزشکیان له پوتین سره د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو مذاکراتو په اړه خپله ارزونه شریکه کړې او د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې یې د روسیې له «اصولي دریځ» څخه مننه کړې ده.



