- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان ته د طالبانو تازه خبرداری؛ که پر افغان خاوره برید وکړئ، زموږ ځواب به تر پخوا ډېر سخت وي

د طالبانو ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د العربیه ټلویزیون انګلیسي برخې سره په تازه مرکه کې ویلي، که پاکستان دا ځل پر افغانستان د برید تېروتنه وکړي، د افغانستان ځواب به تر پخوا ډېر سخت وي.
ښاغلي مجاهد وویل، افغانستان هیڅ هېواد سره جګړه نه غواړي، ټولو سره ښو اړیکو جوړولو ته لېواله دی، خو د افغانستان حاکمیت پر ضد تېري ته به د افغان دفاعي ځواکونو ځواب سخت او ځپوونکی وي.
العربیه سره په تازه خبرو کې مجاهد دا هم ویلي، که پاکستان له ځانه د دفاع په پلمه د افغانستان پر حریم تېری وکړي، د افغان دفاعي ځواکونوله سخت غبرګون سره به مخ شي.
ښاغلي مجاهد د پاکستان تورونو ته په اشارې وویل، که اسلامي امارت د پاکستان پر ضد د هېواد په هره غرنۍ، پوښلو ځنګلي او یا لرو پرتو سیمو کې د ګواښ درک مالوم کړي، پر ضد به یې جدي اقدامات وکړي.
نوموړي په افغان خاوره کې د وسله والو ډلو موجودیت رد کړ او زیاته یې کړه، هر هېواد چې د کومې ډلې د موجودیت په اړه معلومات لري، له دوی سره دې شریک کړي.
د طالبانو ویاند همداراز سعودي عربستان ته د ورور هېواد خطاب وکړ او زیاته یې کړه، کابل له ریاض تمه لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو په لرې کولو کې خپل مثبت رول ولوبوي.

- Advertisment -spot_img