- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له منځنیو زده‌کړو د افغان نجونو پر محدودیت د یونېسف اندېښنه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته تر ۲.۶ مېلیونه ډېرې افغانې نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې شوې دي او د دغه وضعیت اغېزې د مېلیونونو نجونو پر راتلونکي او د افغانستان پر پرمختګ پرېوتې دي.

یونېسف په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي، چې پر زده‌کړو محدودیتونه پای ته ورسوي او ټولو نجونو او ښځو ته اجازه ورکړي چې بې‌له ځنډه ښوونځیو او پوهنتونونو ته ستنې شي.
د افغانستان لپاره د یونېسف د اړیکو مشر ډینیل تیم ویلي، د نجونو پر منځنیو زده‌کړو بندیز نږدې پنځه کاله دوام کړی او وضعیت «رښتیا هم بوږنوونکی» دی.
نوموړي ویلي، په وروستي سفر کې یوه ۱۵ کلنه نجلۍ په ژړا ورغلې او غوښتنه یې ترې کړې چې داسې څه وکړي؛ څو له خپلو ملګرو سره یو ځای خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړې: «د نجونو پر زده‌کړو بندیز باید پای ته ورسېږي؛ ځکه دا د مېلیونونه نجونو راتلونکی ترې اخلي».
د یونېسف چارواکي خبرداری ورکړی، چې د نجونو له زده‌کړو محرومیت یوازې د هغوی شخصي ژوند نه اغېزمنوي؛ بلکې د افغانستان پر ټولیز پرمختګ هم ناوړه اغېزې لري. د هغه په وینا، کله چې د ټولنې نیمیایي نفوس له منځنیو زده‌کړو محروم شي؛ نو د هېواد د پرمختګ، اقتصاد او ټولنیزې ودې بهیر هم زیان ویني.
ډینیل تیم ویلي، سره له دې چې تراوسه د هلکانو او نجونو لپاره لومړنۍ زده‌کړې روانې دي؛ نړۍواله ټولنه باید د یادې برخې ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه ویلي: «ماشومان باید لږ تر لږه د لوست، لیک او بنسټیزو ریاضیاتو د زده‌کړې فرصت ولري او د هغې ورځې لپاره چمتو وي چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز پای ته رسېږي».
د یونېسف د معلوماتو له مخې، دغه اداره په افغانستان کې د ښوونځیو د بیارغونې، د ښوونکو د روزنې او د درسي موادو برابرولو په برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. یونېسف ټینګار کړی، چې د نجونو زده‌کړې نه یوازې یو بنسټیز حق دی؛ بلکې د افغانستان د راتلونکي لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

- Advertisment -spot_img