- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سعودي عربستان پر یمن هوایي بریدونه زیات کړي

د یمن حوثیان وایي چې سعودي عربستان له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۲۶ هوایي بریدونه کړي، په یمن کې یې د دوی تر ولکې لاندې سیمې په نښه کړې دي.
د الجزیرې خبري شبکې په راپور کې د یمن حکومت په حواله ادعا شوې چې د دغو بریدونو له امله تر ۳۰ حوثیان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
بلخوا حوثیانو د سعودي عربستان د دغو بریدونو له امله دوی ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
په راپورونو کې د سعودي عربستان له ملاتړ برخمن د یمن حکومت ویلي چې دا بریدونه په «الوازعیه» سیمه کې شوي چې ۳۰ حوثیان وژل شوي او له ۶۰ ډېر نور ټپيان دي.
له تېرو څو ورځو راهیسې د سعودي عربستان او د ایران له ملاتړ برخمنو د یمن حوثیانو ترمنځ جګړې زور اخیستی او یو پر بل یې پراخ خونړي بریدونه کړي دي.
په ورته مهال ځینو بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د یمن حوثیان دا مهال باب‌المندب سمندري لارې ته د نږدې کېدو په حال کې دي او هڅه کوي چې په ټول سره سمندرګي ولکه ټینګه کړي.

- Advertisment -spot_img