د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ويلي، انقره د یو شمېر هېوادونو په همکارۍ د هغو وړاندیزونو پر چمتو کولو بوخته ده چې موخه یې د ایران او امریکا نږدې کول او اوسنیو شخړو پای ته رسولو لپاره د یوې هر اړخېزې هوکړې ته رسېدل دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له «انټيوي» شبکې سره په مرکه کې ویلي، د تهران او واشنګټن ترمنځ ژوره او تاریخي بېباوري موجوده ده.
هغه ټینګار کړی، چې دواړه لوري هڅه کوي روان بهیر داسې مخته یوسي چې خپلې ګټې خوندي کړي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)