د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د اسراییلو له لوري پر لبنان د بمباریو درېدو غوښتنه کړې. یاد وزارت همدارنګه په پاکستان کې ایراني مذاکره کوونکو څخه غوښتي چې مسولانه کړنلاره وټاکي. په اعلامیه کې راغلي، چې په پاکستان کې د امریکا او ایران تر منځ مذاکرات په خلیج هېوادونو کې د ترینګلي وضعیت د حل لاره ګڼل کېږي. ټاکل شوې چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې نن له غرمې وروسته په اسلاماباد کې پیل شي، خو ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې دا مذاکرات به له هغې وروسته پیل شي، چې د ایران یو لړ مخکیني شرطونه ومنل شي، چې تر ټولو مهم یې پر لبنان د اسراییلو رژیم د بریدونو درول بلل شوي دي.



