د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، پر ایران د بریدونو لنډمهاله درول په هېڅ ډول د دې معنا نه لري چې واشنګټن له خپل دریځه شاتګ کړی دی. ټرمپ د فرانسې له LCI ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي: «د بریدونو لنډمهاله درول په هېڅ ډول دا معنا نه لري چې موږ شاتګ کړی دی.» هغه په خبرداری ورکوونکي انداز کې زیاته کړې، که ایران هغه څه ترسره نه کړي چې امریکا یې غواړي، واشنګټن لا هم د دغه هېواد پر وړاندې د پراخ برید لپاره بشپړ چمتووالی لري. د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې دي چې د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالی دوام لري او د لا پراخېدو د احتمال په اړه اندېښنې موجودې دي.



