د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ په نښته کې د دوه افسرانو په ګډون شپږ پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو راپورونو له مخې، په دغه نښته کې اته وسلهوال هم وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې په خبرپاڼه کې ویلي، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې د امنیتي ځواکونو له یوه کاروان سره وسلهوال مخامخ شول.
د دغې ادارې په وینا، په دې نښته کې ۲۳ کلن کپټان ابوزر فاروق، د ګوجرانوالې اوسېدونکی، او ۲۲ کلن لیفټننټ شیراز بابر، د چکوال اوسېدونکی، له خپلو څلورو سرتېرو سره وژل شوي دي.
پوځ ویلي، دواړو افسرانو د خپلو سرتېرو مشري له لومړۍ کرښې کوله.
بلخوا، د پاکستان پوځ ویلي چې په نښته کې یې د تحریک طالبان پاکستان اړوند اته وسلهوال وژلي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي، چې له نښتې وروسته په سیمه کې د نورو وسلهوالو د موندلو او له منځه وړلو لپاره د پاکولو عملیات روان دي.
د پاکستان پوځ ویلي چې د «عزم استحکام» په نوم د ترهګرۍ ضد عملیات به د هېواد د امنیت لپاره دوام ولري.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)