دوشنبه, جولای 27, 2026
دوشنبه, جولای 27, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اکسیوس: د سنتکام مشر د هرمز د بمبارۍ د درولو سپارښتنه کړې

اکسیوس د باراک راوېد په قلم او د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) لوړپوړي قوماندان، اډمیرال براد کوپر، د هرمز تنګي شاوخوا د بمبارۍ د عملیاتو د درولو سپارښتنه کړې ده. د راپور له مخې، کوپر په دې باور دی چې دغه پوځي عملیات خپل اعظمي اغېز ته رسېدلي او په اوسنیو شرایطو کې د هوايي بریدونو دوام به نور د پام وړ پوځي لاسته راوړنې ونه لري. دا راپور وروسته له هغې خپرېږي چې د یکشنبې په ورځ، د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو پوځي قوماندانانو او ملکي سلاکارانو سره تر سلا مشورو وروسته پر ایران د هوايي بریدونو د درولو پرېکړه وکړه. دغه بریدونه نږدې دوه اوونۍ پرله‌پسې روان وو. اکسیوس د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې د اډمیرال کوپر سپارښتنه د امریکا د پوځي او ملکي چارواکو د ګډې ارزونې څرګندونه کوي. د دوی په اند، یوازې پوځي ځواک، په ځانګړي ډول د هوايي بریدونو عملیات، محدود اغېز لري او نه شي کولای د واشنګټن ټولې ستراتیژیکې موخې په یوازې ځان ترلاسه کړي.

- Advertisment -spot_img