دوشنبه, جولای 27, 2026
دوشنبه, جولای 27, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پوتین: اوکراین به هر حال خپلې لوېدیځې سیمې له لاسه ورکوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې اوکراین به «ژر یا وروسته» خپلې لوېدیځې سیمې له لاسه ورکړي. د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د یکشنبې په شپه، د جولای په ۲۶مه، راپور ورکړی چې پوتین دا څرګندونې د روسیې د سمندري ځواکونو له غړو سره د لیدنې پر مهال کړې دي. د راپور له مخې، پوتین ویلي چې دا بهیر ښايي سبا یا بل سبا رامنځته نه شي، بلکې کېدای شي یو کال، دوه کاله، لس کاله یا ۱۵ کاله وخت ونیسي. هغه ادعا کړې چې روسیه د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا یوازینی تضمین کوونکی هېواد و، خو د ده په وینا، کییف له مسکو سره دښمني اعلان کړه. پوتین ویلي: «زه ډاډه یم چې اوکراین به بالاخره هغه لوېدیځې سیمې، هغه ځمکې چې پخوا د پولنډ، هنګري او رومانیا اړوندې وې، له لاسه ورکړي.» دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې روسیې لومړی د اوکراین د کریمیا ټاپووزمه ونیوله او له خپلې خاورې سره یې یوځای کړه، او وروسته یې پر دغه هېواد د پوځي برید له لارې د اوکراین د ختیځو سیمو ځینې برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

- Advertisment -spot_img