د اروپایي ټولنې، اسټرالیا او پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او هغه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیاو پای ته رسولو په برخه کې مهم بللی دی. د اروپایي ټولنې د کمیسیون مشرې ویلي، چې اروپا به له خپلو نړۍوالو شریکانو سره د سولې د هڅو په موخه همغږۍ ته دوام ورکړي او دغه برخه کې یې د پاکستان د منځګړیتوب هڅې وستایلې. د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسئولې هم دا اوربند د ترینګلتیاو کمولو، د هرمز تنګي پرانیستو او د ډيپلوماسۍ په برخه کې مهم بللی او ویلي یې دي، چې اروپایي ټولنه د تلپاتې سولې لپاره منځګړیتوب ته چمتو ده. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو له مشرتابه یې دغه برخه کې هرکلی کړی دی. د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ هم د اوربند هرکلی کړی او اوربند پر دوام، د کښتیو د خوندي تګ راتګ پر اړتیا او د ډیپلوماټیک تعامل پر دوام یې ټینګار کړی دی. اسټرالیا په دې برخه کې د پاکستان، مصر، ترکیې او سعودي عربستان هڅې ستایلي او له ټولو خواو یې غوښتي چې نړۍوالو قوانینو ته درناوی وکړي.



