د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسلامي جمهوريت د رهبر علي خامنهاي د وژل کېدو په اړه د ایران ولسمشر ته تسلیت ویلی دی. ښاغلي پوتین په خپل پیغام کې مسعود پزشکیان ته د علي خامنهاي او د هغه د کورنۍ د غړو وژل کېدل «د انساني اخلاقو او نړیوالو حقوقو خلاف کړنه» بللې او خپله خواخوږي یې څرګنده کړې ده. پوتین په پیغام کې ويلي چې: «په روسیه کې آیتالله خامنهاي د یو وتلي سیاستوال په توګه پېژندل کېده، چې د روسیې او ایران ترمنځ د دوستانه اړیکو په پیاوړتیا کې یې لویه ونډه درلوده او تل به په یاد وساتل شي.» د ایران حکومت نن سهار د هغه مړینه تأیید کړه. په دې برید کې د هغه د کورنۍ یو شمېر غړي او د ایران لوړپوړي چارواکي، له ډلې د دفاع وزیر، د سپاه قومندان، د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز رئیس او د دفاع شورا منشي هم وژل شوي دي. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د علي خامنهاي ترڅنګ د هغه لور، زوم او لمسی هم د شنبې ورځې پر ایران د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې وژل شوي دي. له دې وړاندې د تهران د ښار شورا د غړي میثم مظفر له قوله ویل شوي وو چې زهرا حداد عادل، د مجتبی خامنهاي مېرمن، او مجتبی مصباح یزدی، د هدی خامنهاي مېړه، هم د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې وژل شوي دي. ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې خامنهای د لوړپوړو دفاعي چارواکو په یوه غونډه کې حاضر و او په خپل کاري دفتر کې هدف وګرځېد.



