اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې د دوی او امريکا له لوري پر ایران ګډ برید شوی، او دا مهال په اسرائیل کې هم د خطر زنګونه وهل شوي دي. په راپورونو کې د اسرائیلو د دفاع وزارت په حواله ویل شوي، چې دا بریدونه د اسرائیل امنیت پر وړاندې د ګواښ مخنیوي په هدف شوي چې تهران یې هم ممکن په غبرګون کې ورته بریدونه وکړي. د راپورونو له مخې چې دا مهال په ټول اسرائیل کې د خطر زنګونه وهل شوي او له خلکو غوښتل شوي، چې خپل ځانونه خوندي کړي. بلخوا ایراني رسنیو هم منلې، چې په تهران کې ځینې توغندي لګېدلي، خو د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي دي. په وروستیو کې اسرائیل پر ایران د بریدونو د پیلېدو خبرداری ورکړی و، خو په ځواب کې یې ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې که پر دوی هر ډول برید وشي، ځواب به یې ډېر سخت وي. تر دې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له ایران سره د روانو اټومي مذاکراتو څخه خپله ناهیلي څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې ډېر کله مجبور شي چې د زور ژبه وکاروي. د ویلو ده چې دا مهال د ایران او امریکا ترمنځ اټومي مذاکرات هم روان دي. ورته مهال، ایراني رسنیو هم د دې هېواد په پلازمېنه تهران، اصفهان، قم، لرستان، کرمانشاه، کرج او تبریز ښارونو کې د چاودنو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې ایران هم د صهیونیستي رژیم څخه د غچ اخیستنې او سخت او پرېکنده ځواب لپاره چمتووالی نیسي. د دغه برید له پیل سره سم د ایران او صهیونیستي رژیم هوایي حریمونه هم وتړل شول.



