جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل کې د ترکیې سفارت د ځينو کارکوونکو دوه کلن ماموریت پای ته ورسېد

د ترکیې سفارت په کابل کې اعلان کړی چې هغو همکارانو ته یې مخه ښه مراسم ونیول، چې د دوو کلونو لپاره یې په سفارت کې دنده ترسره کړې وه. یاد همکاران به د ترکیې دولت لخوا نورو دندو ته ولېږل شي. په یادو مراسمو کې سفارت د هغوی د هلو ځلو او ژمنتیا مننه وکړه او د راتلونکي مسلکي ژوند لپاره یې هغوی ته د بریا هیله وکړه. ترکیه د افغانستان له هغو ملګرو هېوادونو څخه ده چې د ۲۰۰۱ کال وروسته په سیاسي، بشري مرستو او بیا رغونه کې فعاله ونډه لري. د دواړو هېوادونو اړیکې د ډیپلوماټیکو هڅو، تعلیمي پروګرامونو، کلتوري تبادلو او پرمختیايي پروژو له لارې پراخې شوې دي. په کابل کې د ترکیې سفارت د دې اړیکو د عملي کولو مهم مرکز بلل کېږي. په سفارت کې د دغو کارکوونکو د دوو کلونو د کار پر مهال، د افغان ـ ترکيې اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګڼ اقدامات ترسره شول. د ترکیې سفارت په خپله خپره کړې وینا کې لیکلي: « موږ له خپلو همکارانو سره مخه ښه کوو، چې په دوو کلونوکې یې زموږ تر څنګ په پوره ژمنتیا او هڅې دندې ترسره کړې. د هغوی له ارزښتمنو هڅو مننه کوو او د راتلونکي مسلکي ژوند لپاره ورته بریاوې او خوښۍ غواړو.» دغه څرګندونې په دې دلالت کوي چې یاد کارکوونکي د ډیپلوماتیک ماموریت د عادي دوران له مخې خپلو نويو دندو ته لیږل کېږي او دا یو معمول ډیپلوماتیک بدلون دی. د ترکیې سفارت د خپلو وتونکو همکارانو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه چې د هغوی هڅې د افغان ـ ترکي اړیکو په پیاوړتیا کې د پام وړ رول لوبولی دی. اوس چې دوی د نويو دندو پر لور ځي، سفارت ورته د بریاوو او خوښیو هیله څرګنده کړه.

- Advertisment -spot_img