چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزني کې د اوړو تولید د کارخونې پرانیستل

غزني کې د یوه پانګه‌وال له لوري د دوه‌نیم میلیون امریکايي ډالرو په پانګونه د اوړو د تولید یوه معیاري کارخونه پرانیستل شوه. د دې کارخونې مسئول شکرالله یزدان‌پناه په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي چې اوس په دغه فابریکه کې ۱۰۰ کسان کار کوي او سلګونه نورو ته یې په غیررسمي ډول د کار زمینه برابره کړې ده. هغه زیاته کړه، چې دغه کارخونه پر شپږ جریب ځمکه او پنځو پوړونو کې جوړه شوې او دوه نیم میلیون ډالر پانګونه پرې شوې ده. نوموړي زیاته کړې، کارخونه له نړيوالو عصري صنعتي معیارونو سره سمه جوړه شوې او ماشینري یې له ترکیې راوړل شوې ده. د هغه پر وینا، دغه کارخونه به د ورځې د ۲۵۰ ټنه اوړو د تولید ظرفیت ولري. د یادې کارخونې یوه کارکوونکي امیدالله نظري له نورو کورنیو پانګه‌والو غوښتنه وکړه، چې د لا زیاتو اقتصادي پروژو په جوړولو کې هڅه وکړي او د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي. ورته مهال، غزني کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس حاجي عبدالرحمان احمدي دغه اقدام د اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور یو مهم ګام وباله او د دې ډول پانګونو پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.

- Advertisment -spot_img