جمعه, جون 19, 2026
جمعه, جون 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

رویټرز: د ایران لپاره د ۳۰۰ میلیارد ډالرو پانګونې صندوق طرحه شوې

رویټرز خبري اژانس د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ په احتمالي هوکړه کې په ایران کې د پانګونې لپاره د ۳۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د یوه خصوصي صندوق د جوړېدو وړاندیز شوی دی. د دغو سرچینو په وینا، د یادې پانګې له نیمایي څخه د زیاتو پیسو ژمنه لا دمخه شوې او ټاکل شوې چې دا بودیجه په امریکا، د خلیج عربي هېوادونو او یو شمېر آسیایي هېوادونو کې د شرکتونو له لوري برابره شي. رویټرز وايي، دا صندوق نه مالي مرسته ده او نه هم د جګړې تاوان؛ بلکې موخه یې د انرژۍ، ترانسپورټ، تولید او د بنسټیزو زیربناوو د بیارغونې په برخو کې د پانګونې جلبول دي. د راپور له مخې، یوې ایراني سرچینې ویلي چې تهران په لومړي سر کې له امریکا څخه د ۴۰۰ میلیارد ډالرو تاوان غوښتنه کړې وه، خو واشنګټن دغه غوښتنه نه ده منلې. د رویټرز د راپور پر بنسټ، د دغه صندوق جوړېدل به هغه وخت عملي شي چې ایران او امریکا یوې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي. ویل کېږي چې د لومړنۍ هوکړې له لاسلیک وروسته به دواړه لوري د وروستیو مذاکراتو د بشپړولو لپاره ۶۰ ورځې وخت ولري.

- Advertisment -spot_img