جمعه, جولای 31, 2026
جمعه, جولای 31, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

خپلواکۍ جبهه ادعا: پر کندز پوځي هوايي ډګر د توغندیز بریدونو

د افغانستان خپلواکۍ جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ځواکونو د پنجشنبې شپې شاوخوا ۹ بجې د کندز پر پوځي هوايي ډګر او هغو چورلکو توغندیز بریدونه ترسره کړي چې د طالبانو جنګیالي یې لېږدول. د افغانستان خپلواکۍ جبهې ویلي چې د طالبانو د ځای پر ځای کېدو په اړه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، د کندز په پوځي هوايي ډګر کې یې هغه طالب جنګیالي په نښه کړل چې بدخشان ولایت ته د لېږد په حال کې وو. دغې جبهې ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې طالبانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي، خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر تر اوسه نه دی معلوم. د افغانستان خپلواکۍ جبهې همداراز ویلي چې طالبانو په وروستیو ورځو کې د دوی تر نفوذ لاندې سیمو ته د ځواکونو لېږد او لوژستیکي ملاتړ زیات کړی دی.

- Advertisment -spot_img