جمعه, جولای 31, 2026
جمعه, جولای 31, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بلوچستان کې د سکرو کان نړېدو پېښه؛ ۳۴ مړي ایستل شوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې ښار ته څېرمه د سورینج په سیمه کې د سکرو د یوه کان د نړېدو وروسته، د ایسارو کان‌کېندونکو د موندلو او ژغورنې عملیات لا هم روان دي. د بلوچستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (PDMA) ویلي چې پېښه د کوټې ښار ختیځ ته شاوخوا ۴۰ کیلومترۍ کې د یوه سکرو کان دننه د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د دې ادارې په وینا، د پېښې پر مهال لږ تر لږه ۳۶ کان‌کېندونکي په کان کې دننه وو. چارواکو ویلي چې تر اوسه د ۳۴ کان‌کېندونکو مړي له کان څخه ایستل شوي، خو د پاتې کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې هڅې دوام لري. د کارګرو د اتحادیې مشر پیر محمد کاکړ بي‌بي‌سي ته ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، چاودنه ښايي په کان کې د میتان ګاز د راټولېدو له امله رامنځته شوې وي. خو ځايي چارواکو تر اوسه د پېښې اصلي لامل په رسمي ډول نه دی تایید کړی. د کان‌کېندونکو د اتحادیې استازو ویلي چې چاودنه ډېره زوروره وه او د کان یوه لویه برخه یې نړولې ده. د بلوچستان د کانونو وزیر میر شعیب نوشیرواني ویلي چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سملاسي د ژغورنې عملیات پیل شوي دي.

- Advertisment -spot_img