پنجشنبه, جولای 30, 2026
پنجشنبه, جولای 30, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ایران رسنۍ: د امریکا په برید کې په قشم کې درې کسان وژل شوي

د فارس خبري اژانس، د ایران د روغتیايي چارواکو په حواله، راپور ورکړی چې د امریکا د پنجشنبې سهار په بریدونو کې د قشم ټاپو کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د هرمزګان د طبي علومو پوهنتون د معلوماتو له مخې، برید د قشم ښار د «چاه‌تنګو» سیمې پر یوه استوګنیز کور شوی، چې له امله یې د یوې کورنۍ پلار، مور او دوه کلن ماشوم وژل شوي دي. د راپور له مخې، د همدې کورنۍ دوه نور ماشومان ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. په ورته مهال، د هرمزګان ولایت د والي سیاسي، امنیتي او ټولنیز مرستیال احمد نفیسي هم پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې د برید لاندې راغلي استوګنیز کور د کنډوالو د پاکولو چارې بشپړې شوې دي.

- Advertisment -spot_img