د پاکستان د ملي شورا غړي اسد قیصر ویلي، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو او سرحدي دروازو دوامدار تړل کېدل د پېښور اقتصاد، صنعت او سوداګري سخت زیانمنه کړې او سیمه یې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړې ده. نوموړي د پاکستان په ملي شورا کې د وینا پر مهال وویل، پېښور د کراچۍ او لاهور له سترو بازارونو سره د سیالۍ لپاره یوازې یوه مهمه اقتصادي ګټه لري، او هغه د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو ته لاسرسی دی. اسد قیصر زیاته کړه، د افغانستان له لارې د سوداګرۍ درېدلو په پېښور کې صنعتونه د سقوط له ګواښ سره مخ کړي دي. هغه پر حکومت غږ وکړ چې سیاسي اختلافات له اقتصادي او سوداګریزو اړیکو جلا وساتي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د دوام لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ ستونزې باید د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل شي، او که اړتیا وي، د دواړو لورو مشران او قومي جرګې هم د اختلافاتو په حل کې رول لوبولی شي.



