د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن، په خپل وینا کې ویلي، که اسلامآباد د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې د حل او د سیمې د سولې د ټینګښت هڅې کوي، نو باید همدا تګلاره د افغانستان په اړه هم غوره کړي. هغه د دې خبرې په ترڅ کې د افغانستان پر خاوره د ترهګرو د شتون په پلمه د هوایي بریدونو له سیاست څخه نیوکه کړې او د دغه سیاست د بیا کتنې غوښتنه یې کړې ده. فضل الرحمن ټینګار کړی چې په افغانستان کې ثبات د پاکستان په ګټه هم دی او دواړه هېوادونه باثباته سیمهییز چاپېریال ته اړتیا لري. په همدې حال کې، د پاکستان پخواني د ملي اسمبلۍ غړي، اسد قیصر، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو محدودیتونو په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د لارو تکراري بندېدل د پېښور ښار پر اقتصاد او صنعت جدي زیانونه اړوي. هغه ټینګار کړی چې د دې وضعیت دوام د دواړو هېوادونو په زیان دی او د اقتصادي اړیکو لپاره یو باثباته او دوامدار چلند ته اړتیا شته.



