طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د یوې تولیدي فابریکې د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ تاوان اوښتی دی. د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا اورلګېدنه نن سهار ۳:۱۲ بجې غبرګولی ۳۰ مه د هرات د صنعتي ښارګوټي په دوهم فاز کې د «نور آریانا» په نوم فابریکه کې رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، دغه فابریکه چې د کاغذ او مقوا په تولید کې فعالیت لري، د دې پېښې له امله شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ تاوان لیدلی دی. اړوند چارواکو تر اوسه د اورلګېدنې د علت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.



