چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

چین د خپلو ملي ګټو په تر لاسه کولو بهرنی فشارونه بې اغېزې بللي

چین د امریکا د غوښتنې په ځواب کې چې له ایران او روسیې څخه د تیلو اخیستل ودروي، اعلان کړی، چې د خپلو ملي ګټو پر بنسټ به عمل وکړي او خبرداری یې ورکړی چې بهرني فشارونه بې اغیزې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې له متحده ایالاتو سره د سوداګرۍ په اړه د دوو ورځو خبرو اترو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې وویل: “چین به په کلکه د خپل حاکمیت، امنیت او اقتصادي ګټو دفاع وکړي.” واشنګټن ګواښ کړی، چې که چېرې دا موافقه ونه کړي، نو په چینایي توکو به ۱۰۰ سلنه تعرفې ولګوي. د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بیسنټ خبریالانو ته ویلي: “چینایان حاکمیت ته ډېر جدي پام کوي. موږ نه غواړو چې په دې کې مداخله وکړو، له همدې امله دوی به د سل په سلو کې تعرفه ورکړي.” د امریکا د انرژۍ د معلوماتو د ادارې پر وینا، چین د ایران د تېلو له ټولو لوی پیرودونکی دی، چې هره ورځ له دې هیواد څخه له یو ميلیون بیرل څخه ډیر واردوي. بیجینګ د هند وروسته د روسیې د تېلو دوهم لوی واردونکی هم دی. متحده ایالاتو په دې وروستیو کې پر هغو هېوادونو ډېر فشار راوړی، چې له ایران او روسیې څخه تېل پېري.

- Advertisment -spot_img