د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د وروستي راپور له مخې، افغانستان یو ځل بیا په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د خوړو د ناامنه هېوادونو په لېست کې لومړی مقام خپل کړی دی. راپور ښیي، چې د نړۍ په ۵۳ هېوادونو کې ۲۹۵ میلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۱۳ میلیونه خلک زیات شوي دي. افغانستان د سیاسي شرایطو، بشري بحرانونو او د اقلیم د بدلون د ویجاړوونکو اغېزو له امله له ۲۰۱۶ م کال راهیسې د ایتوپیا، نایجریا، کانګو، سوریې او یمن په څېر هېوادونو کې د اوږدمهاله لوږې په لیست کې هم شامل دی. په افغانستان کې پراخ غربت د خوړو د ناامنۍ د زیاتوالي یو له اصلي عواملو څخه دی. له ایران او پاکستانه د ۱.۶ میلیون څخه زیاتو کډوالو راستنېدل، د نړیوالو مرستو کمښت او اقتصادي محدودیتونو ميلیونونه خلک د فقر تر کرښې لاندې کړي دي. د ملګرو ملتونو پر وینا، د افغانستان ۷۵ سلنه نفوس ناامنه دی او له ۱۲ میلیون څخه ډېر خلک د خوراکي توکو بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري. پرله پسې وچکالۍ، پراخه بې کاري او د کرنیزو زیربناوو ویجاړول د افغانستان د خوړو د تولید وړتیا په جدي توګه کمه کړې ده. د مثال په توګه، د غور او بدخشان په څېر ولایتونو کې، وروستیو وچکالیو فصلونه ویجاړ کړي او د څارویو کرنه یې ګډوډه کړې، چې د کلیوالو لپاره د عاید اصلي سرچینه وه. افغان ښځې او ماشومان په ځانګړي ډول د فقر او لوږې سره مخ دي. د طالبانو لخوا د ښځو په کار او زده کړې محدودیتونو د کورنیو عاید ته لاسرسی نور هم محدود کړی دی. د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هم خبرداری ورکړی، چې د بشري مرستو له زیاتوالي پرته، په افغانستان کې د خوارځواکۍ پورې اړوند مړینې به زیاتې شي



