د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان او عراق له بندخونو ۲۸۷ افغانان راخوشې او خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې دا بندیان له تېرې یوې اوونۍ راهیسې خوشې شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د نیمروز د ورېښمو پل، د کندهار د سپین بولدک او د ننگرهار د تورخم د مهاجرینو د انتقال آمریتونو د معلوماتو پر اساس، ۱۱۱ تنه بندیان، چې د ۶ ورځو څخه تر ۳ میاشتو پورې په بند خونو کې وو، د سپین بولدک له لارې، ۱۶۴ تنه چې د ۲ ورځو څخه تر ۹ ورځو پورې په بند خونو کې وو د تورخم له لارې او ۱۲ تنه، چې د ۲ میاشتو څخه تر ۶ میاشتو پورې په عراق کې بندیان وو، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.” له تېرو څو ورځو راهیسې له پاکستان او ایرانه د افغانانو راستنېدل په بېسارې توګه زیات شوي دي. بلخوا د ګاونډیو هېوادونو چارواکو بار بار ټینګار کړی، چې ټول کډوال به له خپلې خاورې وباسي.



