چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اشرف غني: د طالبانو حکومت دې د نورستان سېلابونو ته د چمتووالي په اړه ځواب ورکړي

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني احمدزي د نورستان د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د حکومت پر چمتووالي یې نیوکه کړې ده. اشرف غني ویلي، خلک حق لري له هغو کسانو چې واک لري، وپوښتي چې د کونړ د پخوانیو طبیعي پېښو له تجربو وروسته کوم درسونه اخیستل شوي او ولې د نورستان د سېلابونو لپاره لازم چمتووالی نه و نیول شوی. هغه ټینګار کړی چې د ولس پر وړاندې مسؤلیت باید یوازې د عادي حالاتو پر مهال نه، بلکې د بحرانونو او ستونزو پر وخت هم څرګند شي. پخواني ولسمشر همداراز د اقلیمي بدلونونو او د ځنګلونو د له منځه تلو له امله اندېښنه ښودلې او د طبیعي افتونو د اغېزو د کمولو لپاره یې د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا غوښتنه کړې ده.

- Advertisment -spot_img